د اقتصاد پوهنځي محصلينو د عملي کار په موخه له زابل اقتصاد رياست څخه ليدنه وکړه!

zabu_admin
Sun, Nov 02 2025 12:21 PM
د اقتصاد پوهنځي محصلينو د عملي کار په موخه له زابل اقتصاد رياست څخه ليدنه وکړه!

 اقتصاد پوهنځي محصلينو د عملي کار په موخه له زابل اقتصاد رياست څخه ليدنه وکړه!
د میرویس خان نیکه پوهنتون، د اقتصاد پوهنځي او د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په ګډه همکاري سره، د اداره تجارت او ملي اقتصاد څانګو د څلورم ټولګي محصلينو د زابل اقتصاد رياست له چارو څخه د عملي تجربې ترلاسه کولو او علمي سير په موخه ليدنه وکړه.
د ياد علمي سير په بهير کې د زابل اقتصاد رياست لخوا محصلينو ته د اقتصاد رياست د دندو، کاري ساحو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل شول، همدارنګه محصلينو د بيلابيلو اقتصادي متحولينو، د اقتصاد رياست د طرحو او پاليسيانو اړوند چې اقتصاد رياست سره يې اړه درلوده خپلې پوښتنې مطرح کړې. 
د يادونې وړ ده چې د ميرويس خان‌نيکه زابل پوهنتون، اقتصاد پوهنځی د محصلينو د عملي کارونو لپاره د ترتيب سوي پلان په رڼا کې وخت په وخت خپل محصلين د مسلکي تجربو د ترلاسه کولو په موخه اړوند سکتورونو ته چې، له اقتصاد پوهنځي سره مسلکي او کاري اړيکې لري لیږي. 
نیټه: ۱۴۰۴/۸/۱۱ هـ ل
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS