د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
Mon, Oct 13 2025 11:11 AM
د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

نن ورځ دوشنبه چې د ۱۴۰۴/۷/۲۱ نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیرالحاج مولوي مطیع الله مجاهد د ټولو ټولګیو محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

لومړی غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ نوموړي مدیر پیلیزه وینا وړاندې کړه، نوموړي په خپله وینا کې وویل: پوهنتون د محصلینو لپاره د کور حیثیت لري چې هم دوی ته پکي سهولتونه برابر وي او هم محصلین مسؤلیت لري چې د ددې علمي کور ټولو قوانینو ته ژمن پاتې شي په همدې اساس دي ټول نمائینده ګان او محصلین دیني ارزښتونو ته احترام، د فساد او منفي روحیې مخنیوی، د ستونزو شریکول په اصولي ډول، مسؤلیت ته متوجه کېدل، نظم او اخلاقو په ژمن پاتي شي.

همدارنګه نوموړي د وینا په پای کې یادونه وکړه چې زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده او زموږ لپاره لومړیتوب د معنویاتو تقویت دی، په همدې اساس کوشش وکړئ چې صورت او سیرت مو په شریعت برابر شي.

د غونډې په ورستۍ برخه کې د محصلینو نظرونه او غوښتني واورېدل شوې او یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت. 

 

 

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS