استادانو ته د علمي تخطیو(علمي سرغړونو) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

استادانو ته د علمي تخطیو(علمي سرغړونو) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.
د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځی د نظم او ډسپلین فرعي کمیټې له لورې استادانو ته د علمي تخطیو(علمي سرغړونو) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.
لومړی سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د یاد سمنیار وړاندې کوونکي استاد نوماند پوهنیار ګل الرحمن احساس استادانو او د سمینار ګډونوالو ته د سمینار موضوعات په ترتیب سره وړاندې کړل.
په دې سمینار کې د سیمینار موخه، اهمیت، د علمي سرغړوني پېژندنه او د هغې ډولونه ګډونوالو ته وړاندې شول، د سمینار ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمنیار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
نېټه:۱۴۰۴/۷/۱۴
د نشراتو او اړیکو مدیریت.