اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

نن ورځ چهار شنبه چې د 1404/6/19نیټې سره سمون خوري، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د مالي او اداري چارو معاونیت د معلوماتي ټکنالوژي عمومي مدیریت له لورې ټولو اداري کارمندانو ته( د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه) تر عنوان لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
یاد ورکشاپ چې د یک شنبې په ورځ چې د 1404/6/16نیټې سره برابره وه، د پوهنتون ټولو اداري کارمندانو ته پیل شوی نن ورځ پای ته ورسېد.
د یادوني وړ ده چې
په یاد ورکشاپ کې ګډونوالو ته د کمپیوټر اساسي کارونه، د فایلونو تنظیم، د رسمي ایمیل کارونه، د اسنادو خوندي ساتل، او د دفتر لپاره د مهمو برېښنایي وسایلو کارونه په نظري او عملي ډول ور وښودل شول.
د یاد پوهنتون اداري کارمندانو له دې څلور وځني ورکشاپ څخه خوښي څرګنده کړه او په وینا یې د پوهنتون له رهبري څخه خوښ دي چې د اداري کارمندانو په ظرفیت لوړونه کې خپلي هڅي تل جاري ساتې.
په پای کې دا څلور ورځنی ورکشاپ د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.