اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

zabu_admin
Mon, Sep 08 2025 9:30 AM
اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
نن ورځ یک شنبه چې د 1404/6/16نیټې سره سمون خوري، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د مالي او اداري چارو معاونیت د معلوماتي ټکنالوژي عمومي مدیریت له لورې ټولو اداري کارمندانو ته( د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
لومړی یاد ورکشاپ د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د یاد ورکشاپ وړاندې کوونکې سیداکبر (مبارز) د ورکشاپ د اهمیت په اړه ګډونوالو ته وویل: چې د ادارې پرمختګ د ټکنالوژۍ له سمې استفادې سره تړاو لري. نوموړي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې له ورکشاپ څخه په پوره پاملرنه ګټه واخلﺉ.
د یادوني وړ ده چې
په یاد ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د کمپیوټر اساسي کارونه، د فایلونو تنظیم، د رسمي ایمیل کارونه، د اسنادو خوندي ساتل، او د دفتر لپاره د مهمو برېښنایي وسایلو کارونه په نظري او عملي ډول ور وښودل شي. 
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS