د پوهنتون د علمي چاپیریال سره د بلدتیا په موخه نویو جذب شویو محصلانو ته سمینار وړاندې شو.

zabu_admin
Sun, Aug 24 2025 3:57 PM
د پوهنتون د علمي چاپیریال سره د بلدتیا په موخه نویو جذب شویو محصلانو ته سمینار وړاندې شو.

د پوهنتون د علمي چاپیریال سره د بلدتیا په موخه نویو جذب شویو محصلانو ته سمینار وړاندې شو.

نن یک شنبه چې د ۱۴۰۴/۶/۲ نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی نویو جذب شویو محصلینو ته  د پوهنتون د علمي چاپیریال سره د بلدتیا په موخه سمینار وړاندې شو.

لومړي سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځی د نظم او ډسپلین فرعي کمیټې د آمر او د یاد پوهنځی د رئیس پوهنیار طاوس خان هیوادمل له لورې د پوهنتون د علمي چاپیریال سره  د بلدتیا په موخه نویو جذب شویو محصلانو ته سمینار وړاندي کړ.

د سمینار په پیل کې د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون پر عمومي پیژندنې، علمي او رهبري شوراګانو، پوهنځیو، د کتابتون، لابراتوار، کمپیوټر لیب، د لیلیې پر خدماتو، د نظم او ډسپلین پر طرزالعمل او په ټوله کې د محصلینو لپاره پر چمتو شویو خدماتو باندي له استادانو او نویو محصلینو سره د یاد سمنیار معلومات په ترتیب سره  شریک شول.

د سمینار په پاې کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پاې ته ورسېد.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS