د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې نوم په (میرویس خان نیکه زابل پوهنتون) بدل شو.

zabu_admin
Mon, Aug 18 2025 9:12 AM
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې نوم په (میرویس خان نیکه زابل پوهنتون) بدل شو.

 

د لوړو زده کړو وزارت د غوښتنې او د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د منظورۍ پر بنسټ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې نوم په (میرویس خان نیکه زابل پوهنتون) بدل شو.

د لوړو زده کړو وزارت مقام د یو شمېر لوړو زده کړو مؤسسو نومونه پوهنتون ته بدل کړل، نوموړي وزارت دا اقدام په دې موخه ترسره کړ چې یادو پوهنتونونو ته د ولایتونو د ځوانانو جذب، د تدریسي کیفیت د ښه والي په برخه کې د متخصصو استادانو جذب، دا چې د پوهنتونونو اسناد د کار په بازار کې زیات اعتبار لري په دې سره محصلینو ته د استخدام زمینه برابرول او یاد پوهنتونونو ته دا زمینه برابرول چې د امکاناتو په صورت کې محصلینو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه زده کړي برابري کړي.

له دې وروسته به د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې اسناد، د ټولنیزو شبکو نومونه، نشرات او نور موارد د (میرویس خان نیکه زابل پوهنتون) په نامه وي.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS