د نصاب کمیټې نوبتواره غونډه ترسره کړه.

zabu_admin
Wed, Aug 13 2025 12:16 PM
د نصاب کمیټې نوبتواره غونډه ترسره کړه.

د نصاب کمیټې نوبتواره غونډه ترسره کړه.
نن سه شنبه چې د ۱۴۰۴/۵/۲۱نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د نصاب عمومي کمیټې نوبتواره غونډه ترسره شوه.
د نصاب کمیټې غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، او وروسته د علمي او محصلانو چارو مرستیال او د کمیتې آمر د غونډې ګډونوالو ته پیلیزه وینا وړاندې کړه. 
د یادې کمیټې د غونډې ګډونوالو د اجنډا پر موضوعاتو باندې بحث وکړ، او ویې ویل: دا چې د ۱۴۰۴ ه ش کال د خزاني سمستر پیل دی نو د صفر۱ فورم ارزونه دې پیل شي، د پوهنځیو رئیسان او د څانګو آمرین دې د نصاب له تطبیق او درسي ټولګیو څخه په منظمه توګه نظارت ترسره کوي.
وروسته یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS