د پوهنځیو له رئیسانو، آمرینو او استادانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
Sun, Aug 03 2025 11:00 AM
د پوهنځیو له رئیسانو، آمرینو او استادانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

نن یک شنبه چې د ۱۴۴۷/۲/۹ نېټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله (مشال) د یادې مؤسسې د پوهنځیو له رئیسانو، آمرینو او استادانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه. یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د مؤسسې رئیس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ویلو سره پیلیزه وینا وړاندې کړه، نوموړي په خپله وینا کې وویل: چې د پوهنځیو رئیس صاحبان، آمرین او استادان دې د تحصیلي چارو ښه تنظیم، د کیفیت لوړول ، د استادانو تر منځ په ښه ډول همکاري او په ټوله کې دې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه شي، ترڅو د مؤسسې منظمه همغږي، اطاعت او پرمختګ تداوم پیداکړي. همدارنګه نوموړي رئیس زیاته کړه چې رهبري ستاسو د همغږي او همکاري په شتون سره هڅه کوي چې د تدریسي موادو، زیربنا او درسي چارپیریال په برخه کې خپل خدمات وړاندې کړي. د غونډې په پای کې د غونډې ګډونوالو له نوموړې رئیس او یادې غونډې څخه خوښي څرګنده کړه او همدارنګه ځینو استادانو په نوبت سره خپل نظرونه وړاندې کړل، او یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده. د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS