له اداري کارمندانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

zabu_admin
Sat, Jul 26 2025 3:57 PM
له اداري کارمندانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

 

نن شنبه چې د 1404/5/4نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس محترم الحاج روح الله (مشال) او د مالي او اداري چارو مرستیال محترم قاري محمدالدین انس د یادې مؤسسې له ټولو اداري کارمندانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې الحاج روح الله (مشال) د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وروسته، د خپلو خبرو پر مهال وویل: چې د ادارې د ښه تنظیم، د چارو د سمون، د محصلینو د خدمت ښه والی، د اسنادو منظم مدیریت او د وخت ارزښت هغه څه دې چې ستاسو د وظیفو اساسي مسؤلیتونه جوړیږي، همدارنګه نوموړې له ټولو اداري کارکوونکو څخه په ټینګار وغوښتل چې په اخلاص، صداقت او مسوولیت سره خپلې دندې ترسره کړئ او د یادې مؤسسې اداري بهیر په خپلو مثبتو کړنو او نوښتونو سره اغېزمن کړئ.

د غونډې په پای کې د مالي او اداري چارو مرستیال قاري محمدالدین انس وویل: چې هر اداري کارمند دې خپل کارونه پر وخت ترسره کړي ځکه چې د مالي او اداري معاونیت خدمات او کړنې د یادې مؤسسې استادانو او محصلینو ته د ښه تدریس او زده کړي زمینه برابروي.

د غونډې په پای کې، ځینو اداري کارمندانو خپل نظرونه او وړاندیزونه له رهبري سره شریک کړل او یادې رهبري هم ژمنه وکړه چې په هره برخه کې به عملي ګامونه پورته کېږي ان سآءالله .

وروسته یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو،اړیکو او عامه پوهاوي عمومې مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS