د امیرالمؤمنین ملا م عمر م جاهد رحمه الله ژوند لیک تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

zabu_admin
Thu, Jun 26 2025 12:41 PM
د امیرالمؤمنین ملا م عمر م جاهد رحمه الله ژوند لیک تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو


د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو ته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا م عمر م جاهد ژوند لیک  سمینار وړاندې شو.
یاد سنیار چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، د نشراتو او فرهنګي چارو کمیټې د پلان له مخي، د نوماند پوهنیار حیات الله اریا لخوا څخه په داسې حال کې وړاندې شو چې زیات شمېر محصلین پکې ګډون کړی وو، چې په دې سمنیار کې د اسلامي امارت د بنسټ‌ګر او د اسلامي مبارزې ستر مشر، مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ژوند بېلابېل اړخونه بیان شول لکه  د ملا محمد عمر د زوکړې، زده کړو، او جهادي ژوند پیل، د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ ایښودنه، د نوموړي زړورتیا، تقوی، اخلاص، ساده ژوند او عدالت.
د سیمینار وړاندې کوونکې همدارنګه محصلینو ته وویل چې د امیرالمؤمنین ژوند د زغم، اخلاص، جرأت او قربانۍ بېلګه ده، او ځوان نسل باید د هغه له شخصیت څخه الهام واخلي.
نیټه: ۱۴۰۴/۴/۵
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS