د لیلیې ودانۍ د شاوخوا سیمي هوارولو چارې پیل شوې

zabu_admin
Wed, Jun 25 2025 3:04 PM
د لیلیې ودانۍ د شاوخوا سیمي هوارولو چارې پیل شوې.

 

د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې ودانۍ شاوخوا سیمي د هوارولو او منظمېدو چارې د ولایت مقام د ځانګړې پاملرنې، او د خیبر پلي لیوا د انجنیري ټیم له خوا تر سره کېږي.

 د لیلیې ودانۍ د شاوخوا سیمي هوارولو په چارو کې د خاورو ایستل او د ځمکې هوارول شامل دي همدارنګه د یادې ودانۍ د هوارولو چارې د چاپېریال ښایسته کولو، د محصلینو د استوګنې خوندیتوب، او د مناسب تګ راتګ لپاره خورا مهمې بلل کېږي.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د ولایت مقام او خیبر پلي لیوا له رهبري څخه مننه کوي چې د یادې مؤسسې سره په هره برخه کې پوره همکاري کوي.

نیټه: ۱۴۰۴/۴/۴

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS