محصلینو د زابل ولایت مرکزي جهادي مدرسې ته علمي سیر ترسره کړ

zabu_admin
Wed, Jun 25 2025 12:03 PM
علمي سفر


د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د پوهنځیو قدرمن رئیس صاحبانو، استادانو، دعوت او ارشاد مسؤولینو او ګڼ شمېر محصلینو په ملتیا مرکزي جهادي مدرسې ته علمي سفر وکړ او هلته یې د مرکزي جهادي مدرسې له شیوخ کرامو، علماؤ او طلبأکرامو سره د همږۍ غونډه ترسره کړه.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د مرکزي جهادي مدرسې مهتمم شیخ مولوي عبدالمنان قانع د مدرسې او پوهنتون پر ارزښت وینا وکړه، او ټول اړخونه یې وهڅول چې په خپلو منځونو کې د یو بل قدر وکړي، یو د بل سره همکاري وکړي، په اتحاد او اتفاق سره د اسلامي نظام بقاء لپاره کار وکړي، د مدرسې طالبان به په فقهي اړخ کې د اسلام دفاع کوي، محصلین به په عصري علومو(ساینس او ټکنالوژي) سره د اسلام دفاع لپاره هڅې کوي او په ټولو به د موجوده اسلامي نظام او هیواد لپاره ګډ کار کوي. ورپسې د پوهنتون په استازوالي د شرعیاتو پوهنځی سرپرست رئیس مولوي محمدالله انقیادي د مرکزي جهادي مدرسې د مسؤلینو څخه مننه وکړاو هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول علمي سفرونه او مجلسونه به په راتلونکي کې د لا همغږي په موخه دوام پیداکړي، وروسته یاده غونډه د دوعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نیټه: ۱۴۰۴/۴/۴
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS