د عدالت او انصاف پالیسي تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو!

zabu_admin
Tue, Jun 24 2025 10:21 AM
د عدالت او انصاف پالیسي تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو!

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی محصلینو ته د عدالت او انصاف پالیسي تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

یاد سمنیار چې د اقتصاد پوهنځی له لورې جوړ شوی وو د نوماند پوهنیار اسمعیل لبیب لخوا وړاندي شو.

سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو او وروسته نوموړي استاد له لوري د انصاف او عدالت پالیسي  تر عنوان لاندي ترتیب شوی سمینار وړاندې شو.

نوموړي د سمنیار په جریان کې وویل چې محصلین باید د عدالت، مساوات، ټولنیز انصاف، او د اقتصادي منابعو عادلانه وېش په اړه لازمې پوهې ته ورسول شي.

 د سیمینار په پای کې ګډونوالو خپل نظرونه، پوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل .

سمینار د دعا په ویلو سره پاي ته ورسېد.

نیټه:۱۴۰۴/۴/۳

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS