د ازموینې اندېښنو او اضطراب اداره کولو حل لارې تر سرلیک لاندې معلوماتې سمینار وړاندې شو.

zabu_admin
Mon, Jun 23 2025 3:56 PM

نن ورځ دو شنبه چې د ۱۴۰۴/۴/۲ نیټې سره سمون خوري د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو او خدمتونو همغږۍ مدیریت په همکاري د مشورې ورکونې مرکز له لورې د ازموینې اندېښنو او اضطراب اداره کولو حل لارې معلوماتې سمینار د یادې مؤسسې محصلینو ته وړاندې شو.

یاد سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او وروسته نوماند پوهنيار حميدالله مبارز لورې محصلینو ته د

د سمینار په پیل کې د سمينار په  ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او محصلین یې وهڅول، چې د خپلو علمي او رواني نیمګړتیاوو حل او له ازموینې وړاندې د ذهني فشار کنټرول لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو څخه ګټه واخلي.

 همدارنګه د  سيمینار وړاندې کوونکي استاد حميدالله احمدي  د موضوع د تشریح پر مهال اضطراب، د ازموینې اضطراب مفاهیم، د اضطراب لاملونو پېژندنه، د محصلینو له خوا تجربه کېدونکي اضطرابي حالتونه، د هغې عوامل، د اضطراب ذهني زیانونه، د مخنیوي عملي لارې چارې، په ځان د باور پیدا کولو او له اضطراب څخه د خلاصون لارې په اړه تفصیلي مشورې او معلومات وړاندې کړل.

یاد سيمینار د محصلینو پوښتنو ته د ځوابونو په ورکولو او دعا سره پای ته ورسېد.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومې مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS