په ځوانانو کې د ابتکار او نوښت ارزښت سمینار وړاندې شو.

zabu_admin
Mon, Jun 23 2025 12:37 PM
ابتکار

نن ورځ دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲نيټه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو ته، په ځوانانو کې د ابتکار او نوښت ارزښت سمینار وړاندې شو.

یاد سمینار چې د محصلینو د انسجام او هغږۍ عمومې مدیریت له لورې په پام کې نیول شوی و د دعوت او ارشاد امریت په همکاري سره وړاندې شو.

سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او وروسته د اقتصاد پوهنځی رئیس پوهنیار احسان الله سعد پیلیزه وینا وړاندې کړه، نوموړې په خپله پیلیزه وینا کې وویل: ځوانان او خاص بیا محصلین باید د ابتکار او نوښت ارزښت درک او وپېژنې، کله چې موږ د ابتکار او نوښت په څرنګوالي او مهموالي  باندې پوه نه شو نو دا ناممکنه ده چې ابتکارات او نوښتونه وکړو.

پورته ‌ذکر شوی سمینار په نوبت سره د دعوت او ارشاد مؤذن او مبلیغ مولوي محمد اسحاق مجاهد له لورې وړاندې شو.

نوموړي په یاد سمینار کې د ابتکار او نوښت ارزښت په قرآن او حدیثو کې، په تاریخ کې د ابتکار او نوښت بېلګې، په اوسني وخت کې د ابتکار او نوښت موجودیت او اړتیا، د ابتکار او نوښت په وړاندې پراته خنډونه او دې ته ورته موضوعات د سمینار ګډونوالو ته وړاندې کړل.

وروسته یاد سمنیار د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېډ

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومې مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS