د علمي شورا میاشتنۍ نوبتواره غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
Sun, Jun 22 2025 4:56 PM
علمي

 

د علمي شورا میاشتنۍ نوبتواره غونډه ترسره شوه.

نن ورځ یک شنبه چې د ۲۵/۱۲/۱۴۴۶نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا نوبتواره غونډه ترسره شوه.

د علمي شورا یاده غونډه چې د مؤسسې سرپرست د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د مالي او اداري چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او آمرینو پکشې ګډون کړی و د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوه.

د علمي شورا په دې نوبتواره غونډه کې پيليزه وينا د علمي او محصلانو چارومرستیال مولوي بهاؤالحق عزام وړاندې کړه، نوموړي په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې استادان، رئیسان او آمرین دې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه او خپل کارونه دې په وخت سرته رسوي، همدارنګه HEMISسیستم ته دې د ازموینو نمرې ژر رسوي، ترڅو یې محصلین له یاد سیستم څخه پر وخت باندې وګوري.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS