د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې د بایو مټریک بهیر پیل شو.

zabu_admin
Thu, Jun 19 2025 9:51 AM
بایومټریک

نن ورځ پنج شنبه چې د 1446/12/22نیټې سره برابره ده د زابل ولایت د هغو زده کوونکو چې د روان 1404کال کانکور ازموینې ته یې نوم لیکنه کړې وي بایومټریک لړۍ پیل شوه.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د امتحاناتو ملي ادارې سره په ګډه همکاري د کانکور ازموینې کوربتوب کوي، د بایومټریک پروسه او د کانکور ازموینه به د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده مؤسسې د غونډو په تالار کې ترسره کیږي.

د یادوني وړ ده چې په زابل ولایت کې به سږ کال شاوخوا (350) تنه زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS