محصلانو ته د څیړنو او علمي ليکنو اړوند دري ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید

zabu_admin
Wed, Apr 16 2025 2:52 PM
AS

د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنو او علمي مجلې آمريت د پلان او د لوړو زده کړو وزارت د غوښتنې سره سم، د څېړنو فرعي کمېټو په همغږۍ، محصلانو ته د څېړنو د اصولو، علمي مقالو او مونوګراف ليکني اړوند دري ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

ياد ورکشاپ چې د څېړنې د عنوان ټاکلو، د څېړنې لنډېز(Abstract) او سرېزه(Introduction) ليکلو، په څېړنه کې د تېرو اثارو(Literature Review) د کارونې او ارزښت، میتودلوژي او څېړنو د نورو مهمو برخو او همدارنګه د منوګراف لیکني په اړه محصلانو ته د څېړنې د بورډ د غړو او استادانو له لورې مختلف موضوعات وړاندي شول او تر درو ورځو دوام وروسته پای ته ورسید.

په نوموړي ورکشاپ کې د محصلانو د څېړنو د تر سره کولو او منوګراف لیکنې اړوند ستونزي حل شوې او دوی به وکولاي شي؛ ترڅو په راتلونکې کې د څېړنو، علمي مقالو او منوګراف لیکنې په برخه کې د زده شویو مهارتونو څخه پوره ګټه پورته کړي.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS