محصلانو ته د څیړنو او علمي ليکنو اړوند دري ورځنی ورکشاپ پيل شو

zabu_admin
Sun, Apr 13 2025 10:49 AM
as

د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنو او علمي مجلې آمريت د پلان او د لوړو زده کړو وزارت د غوښتنې سره سم، د څېړنو فرعي کمېټو په همغږۍ، محصلانو ته د څېړنو د اصولو، علمي مقالو او مونوګراف ليکني اړوند دري ورځنی ورکشاپ پيل شو.

ياد ورکشاپ چې په لومړۍ ورځ په کې د څېړنې د عنوان ټاکلو، د څېړنې لنډېز(Abstract) او سرېزه(Introduction) ليکلو، په څېړنه کې د تېرو اثارو(Literature Review) د کارونې او ارزښت په اړه محصلانو ته د څېړنې د بورډ غړو او استادانو له لورې معلومات وړاندي شول.

د ورکشاپ لومړۍ ورځ د محصلانو پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره پای ته ورسیده، د یادونې وړ ده چې ددې ورکشاپ په پای ته رسیدو سره به محصلان د څېړنو د اصولو سره ښه اشنا سي او د منوګراف ليکنې په برخه کې به يې ستونزي حل شې

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS