د لیلیې د پروژي څخه لیدنه ترسره شوه

zabu_admin
Mon, Apr 07 2025 3:21 PM
JH

نن دوشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال په مشرۍ د لیلیې ودانۍ د رغنیزو چارو څخه په داسي حال کې لیدنه تر سره شوه، چې پر مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د حفظ المراقبت عمومي مدیر، د کتابتون عمومي مدیر، د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیر او د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو شتون درلود.

د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو انجینر عبدالمنان مخلص، انجینر ابراهیم پوپلزی او انجینر عزیز مایار سره په نږدي لیدنه کې، د یادې پروژي پر شته ستونزو او د کار پر چټکتیا باندي خبري وشوي او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس له لوري ورته ځیني سپارښتني وشوي؛ تر څو د یادې پروژي پاتي چاري په خپل وخت سره پای ته ورسیږي.

نیټه :۱۴۴۶/۱۰/۹هــ.ق

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS