د محصلانو له نمایندګانو سره غونډه تر سره شوه

zabu_admin
Tue, Mar 18 2025 11:13 AM
as

نن د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو او علمي چارو معاونیت اړوند د محصلانو د انسجام او همغږۍ عمومي مدیریت لخوا د پوهنتون ټولو محصلانو له نمایندګانو سره غونډه تر سره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه، وروسته د محصلانو د انسجام او همغږۍ عمومي مدیر مولوي مطيع الله مجاهد نماينده ګانو ته ښه راغلاست ترڅنګ هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې، چې محصلین دې هر څه وړاندې په دې فکر وکړي چې هدف یې څه شی دی او پوهنتون ته د کوم مقصد لپاره تللي دي او ولې خپل قيمتي وخت دلته تېروي؟، د استادانو قدر او احترام وکړئ ځکه استاد د معنوي پلار حیثت لري، محصلین باید د پوهنتون د چاپیریال پوره خیال وساتي او له محصلینو یې غوښتنه وکړه چې محصلين بايد د مخدره موادو له استعمال څخه په کلکه توګه ځانونه وساتي.

د محصلینو د ښه همغږي په پار یې د نمایندګانو ترمنځ کمېټه جوړه کړه او په اخر کې ټولو نماينده ګانو په نوبت وار ډول د محصلانو غوښتنې شريکې کړې او غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS