د اداري کارمندانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

zabu_admin
Tue, Mar 11 2025 11:04 AM
as

نن سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د کتابتون په عمومي مدیریت کې، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال او د مالي او اداري چارو مرستیال قاري محمدالدین انس په ګډون د یادي مؤسسې د اداري کارمندانو سره همغږۍ ناسته تر سره شوه.

یاده ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسي د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې یو د بل سره په کارونو کې همکاري وکړئ او خپل مسؤلیتونه د توجو ترڅنګ په پوره ایمانداري سره مخته بوځئ.

وروسته د مالي او اداري چارو مرستیال د ناستې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې ښه اخلاق، نیک چلند او زغم د يو کامیابه شخص راز ده؛ نو په همدې اساس د خپلو کامیابیو لپاره باید یادي ځانګړتیاوي په ځان کښې ولرو، وروسته یې د اداري کارمندانو یو لړ ستونزي واوریدلي او د یادو ستونزو پر وخت حل کیدو ژمنه یې وکړه.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS