د علمي شورا غونډه ترسره شوه

zabu_admin
Thu, Feb 20 2025 12:19 PM
AS

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي شورا ناسته د مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینواو نورو آمرینو په حضور کې ترسره شوه.

غونډ‌ه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اجنډا مطابق په پیلزه کې استادانو ته په خپل مسلک کې د ملي او نړیوالو کنفرانسو لپاره د علمي تحقیق او مقالو لیکلو او د ځان، کورنۍ او ټولنې په اصلاح کولو کې په همکاري ټینګار وکړ.

ورپسي د مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال په خپله وینا کې وویل، چې د مؤسسی د نظم او ډیسپلین په خاطر دې د خپل سري کارونو څخه ډډه وشئ او د محصلینو د علمي پرمختک تر څنګ تربیتي برخه هم د استادانو دنده ده، چې باید کار ورباندي وشئ.

وروسته د اجنډا پر پاتې موضوعاتو تر بحث وروسته پریکړي وشوي او غونډ د دعا په کولو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS