اداري کارمندانو ته د اداري مراسلاتو تر نامه لاندې سمینار وړاندي شو

zabu_admin
Tue, Feb 04 2025 3:03 PM
SSD

نن سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په عمومي مديريت کې د شرعیاتو پوهنځي اجرائیه مدیر قدرت الله سیرت له لوري د مؤسسې و اداري کارمندانو ته اداري مراسلاتو تر نامه لاندې سمینار وړاندي شو.

لومړی سمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شو، ورپسې د شرعیاتو پوهنځي اجرائیه مدیر قدرت الله سیرت له لوري په عمومي توګه اداري کارمندانو ته د مکتوب، وړاندیز، استعلام، صادره او وارده، رسیدات، د دندو لایحه، د کارکونکو رخصتۍ، د کارکونکو کلنی کاري پلان او ربعوار راپور په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو.

د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته سمینار د دعا په کولو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS