د پوهنځیو ترمنځ د رسۍ کشونې سیالۍ پیل شوي

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو د خدماتو د انسجام عمومي مدیریت او بدني روزني کميټې په هڅه، د پوهنځیو ترمنځ د رسۍ کشونې لوبي د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوي.
یادي سیالۍ د محصلینو ترمنځ د ورورولۍ، صمیمیت او د محصلینو د جسمي پیاوړتیا، تشویق، د غیرو سالمو رقابتو د مخنیوي، د جسمي او رواني ناروغیو څخه د ژغورنې او په ټولنيزو کارو کې د ګډون په موخه پیل شوي.
د یادوني وړ ده، چې دا لوبي به، درې ورځي دوام ولري او د څلور واړو پوهنځيو په ګډون، د یادو لوبو پیل د اقتصاد او کرهڼې پو هنځیو د لوبډلو ترمنځ وشو.