د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو د پاليسيو جوړولو سيالي لپاره په دري ورځني روزنيز ورکشاپ کې ګډون وکړ.

zabu_admin
Thu, Nov 21 2024 11:19 AM
as

 

د کندهار پوهنتون د عامه اداري او پاليسي پوهنځی له خوا د پالیسیو جوړولو لپاره په جوړ شوي دري ورځني روزنیز ورکشاپ کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو ګډون وکړ، دا روزنيز ورکشاپ په دې موخه داير شوی وو؛ ترڅو د سهيل لويديځ زون په سطحه د امارتي او خصوصي پوهنتونونو/لوړو زده کړو مؤسسو ترمنځ د پاليسيو جوړولو سيالي لپاره محصلانو ته روزنه ورکړي او محصلان وکولای شي, د پاليسيو په ډيزاين, جوړښت او طرحه کولو او پوره مهارتونه او وړتياوي تر لاسه کړي او د بشپړي امادګي او چمتوالي سره په ياده سيالي کې ګډون وکړي.

د يادو پاليسيو په مټ به د اسلامي ا.م.ا. ر.ت سره په ټولنه کي شته واقعي ستونزي تشخيص او د منطقي او مؤثره حل لارو او طرحو په جوړولو کې به ورسره همکاري وکړي او ترڅنګ به يې په محصلانو کې د عامه پاليسيو د جوړولو توانايې لا قوي او غښتلي کړي.

ياد ورکشاپ په ۱۴۰۳/۸/۲۹ هـ.ش پيل او له دريو ورځو وروسته نن پنج شنبه پای ته ورسيدي. همدارنګه په ياد علمي سفر کې د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو محصلانو د کندهار پوهنتون اړوند د مختلفو او بیلا بیلو علمي او څيړنيزو مراکزو څخه ليدنه وکړه او د ياد ورکشاپ او علمي سفر څخه يې خوښي وښوده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS