د هرات پوهنتون سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

zabu_admin
Thu, Nov 14 2024 9:18 AM
AS

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او هرات پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال او هرات پوهنتون رئیس ش.ی.خ ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر منځ په داسي حال کې لاسلیک شو، چې پرمهال یې د د دواړو پوهنتونونو رهبرۍ، استازو او هرات ولایت مرستیال والي مهاجر فراهي شتون درلود.

د یاد هوکړه لیک له مخي به دواړه ریاستونه هڅه کوي، ترڅو د څېړنې، سمینارونو، پلان جوړولو، ظرفیت لوړونې، او ځینو نورو برخو کې یو له بل سره همکاري وکړي او له شته آسانتیاوو او فرصتونو څخه به د یو او بل په ګټه کار اخلي.

د یادوني وړ ده چې څو ورځي وړاندې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او د هلمند پوهنتون ترمنځ هم د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS