د پروپوزل لیکنې لارښود سمینار وړاندي شو

zabu_admin
Tue, Nov 12 2024 11:29 AM
jhk

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د څیړنې آمریت او د ښوونې او روزنې پوهنځي د منوګرافونو د تایید کمیټې په ګډو همکاریو د علمي څیړنو لپاره د پروپوزل لیکنې لارښود سمینار دایر شو.

په یاد سمینار کی، د علمي څیړنې لپاره د پروپوزل لیکنې مهم موضوعات: عنوان ټاکل، سریزه، پیژندنه، اهداف، د اړتیا دلائل، مخینه، د څیړنې پوښتنې، میتودلوژي، د موادو تحلیل او تجزیه، پایلې، وړاندیزونه، د څیړنی د پروپوزل مهال ویش او مأخذونه په ترتیب سره یو په بل پسي وړاندي شول.

د یادونې وړ ده، چې یاد سمینار کی د منوګراف اړوند ضمایم هم ارایه شول او د ګډون والو پوښتنو ته تر ځوابونو وروسته سمینار پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS