(روژه د رحمتونو میاشت) تر سرلیک لاندی سمینار وړاندې شو

zabu_admin
Tue, Mar 26 2024 11:17 AM
ll

نن سه شنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په مسلکي پرمختیایي مرکز کې د اقتصاد پوهنځي د دعوت او ارشاد کمیټې له لوري د مؤسسې استادانو او ادارې کارمندانو ته د ((روژه د رحمتونو میاشت )) تر نامه لاندې سمینار د نوماند پوهنیار بخت الله قاسمی له خوا وړاندې شو.

یاد سمینار چې د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل او ورپسې د نوماند پوهنیار بخت الله قاسمی له لوري (روژه د رحمتونو میاشت )) تر عنوان لاندي ترتیب شوی سمینار وړاندي شو، چې پکښې د روژي په آهمیت، فضلیت، ډولونو، مکروهاتو، کفارې او نورو بیلابیلو مهمو موضوعاتو باندي هر اړخیز بحث وشو.

په پاي کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ځوابونو ویلو وروسته سمینار د دوعا په ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS