د کتابتون د چارو د تنظیم کمیټې له لوري غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
Tue, Apr 02 2024 11:16 AM
lkk

نن سه شنبه په میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کښې د کتابتون د چارو د تنظیم کمېټې له لورې د حمل د میاشتې نوبتواره غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چی د پیل پر مهال یې د کتابتون د چارو د تنظیم کميټې آمر پوهنیار عنایت الله حقمل او د کمیټې نورو غړو حضور درلود.

یاده غونډه د اجنډا مطابق د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د کتابتون د چارو د تنظیم کمیټې د آمر پوهنیار عنایت الله حقمل له لورې پر ځینو مسائلو باندي بحث وشو؛ د کتابتون څخه د استفادې لپاره د کتابتون کارتونه جوړول او ویش، د مؤسسه په نوي ودانۍ کښې د کتابتون لپاره ځای برابرول او د نوي کتابونو تنظیمول او ګټي اخیستنې ته چمتو کول هغه موهم مضوعات ول، چې په اړه یې لازمې پریکړې وشوي.

وروسته د گډونوالو له لوري پر یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم بحث وشو او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS