د انفرادي عملیاتي او د تدریس د ښه والي پلانونو تر سرلیک لاندي سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
Wed, May 22 2024 10:33 AM
as

پرون سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې، د مسلکي پرمختیایي آمریت له لورې، د انفرادي عملیاتي او د تدریس د ښه والي پلانونو تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار د یادې مؤسسې استادانو ته وړاندي شو.

سمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیل شو. وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز د بورډ د غړيو پوهنیار بشیرالله دانشیار او نوماند پوهنیار مولوي حفیظ الله سعید له لورې یاد سمینار وړاندي شو. په یاد سمینار کې د ذکر شویو پلانونو د پيژندنې، د هغوی د اجزاءوو د تشریح کولو، اړتیاوو او د هغوی تر منځ د عمده توپیرونو په هکله د معلوماتو ورکولو سربیره د پلانونو نمونې د برخوالو سره شریک شول.

په پای کې د استادانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS