د قوشتپې کانال تر عنوان لاندې د واليبال سيالۍ پای ته ورسیدې.

zabu_admin
Sat, Jun 01 2024 10:22 AM
as

تیره پنج شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د والیبال په میدان کې، د سپورټ عمومي کميټې له لوري، د (قوشتپې کانال ) تر عنوان لاندي ټورنمنټ چې د ۱۴۴۵ھ ق کال د ذوالقعدة مياشتې ۱۲مه نېټه پېل او د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعده د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د اقتصاد او ښوونې او روزنې پوهنځیو ترمنځ په پایلوبه پای ته ورسید.

د یاديو سیاليو د پایلوبې بریا د اقتصاد پوهنځی خپله کړه، چې پر مهال یې د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او ګڼ شمیر محصلینو ګډون کړی وو. د پایلوبې پر مهال د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال په خپله وینا کې محصلينو ته د تل لپاره د لوبو په جريان کې په صميميت، ورورولي، اکاډميکو او ورزشي اخلاقو په رعايت ټينګار وکړ.

په یادو سیالیو کې څلورو پوهنځیو: ښوونې او روزنې، اقتصاد، شرعیاتو او کرهڼې برخه اخیستې وه. پایلوبه یې د اقتصاد او ښوونې او روزنې پوهنځیو ترمنځ تر سره شوه، او د اقتصاد پوهنځی په بریا سره سیالۍ پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS