د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

zabu_admin
Thu, Jun 13 2024 9:57 AM
as

تیر دوشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړ زده کړو مؤسسې کې د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځ په مناسبت داقتصاد پوهنځی له لورې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ په داسی حال کې ولمانځل شوه چې په مهال یې د اقتصاد پوهنخی رئیس، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو ګډون درلود ترسره شوه.

یاده غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه. وروسته د اقتصاد پوهنځی رئیس نوماند پوهنیار احسان الله سعد په خپلو خبرو کې له اسلامي اړخه د چاپیریال ساتني ارزښت او اهمیت په بشپړه وضاحت سره بیان کړ او زیاته یی کړه چې د چاپیریال ساتنه په مستقیم ډول په روغتیا اغیز لري، ککړتیا راکموي. د چاپیریال ساتنه د ټولو د روغتیا او هوسایني لپاره اړینه ده او دا زموږ مسؤلیت دی چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي له ادرسه د چاپیریال ساتني د ارزښت او اهمیت په اړه ذهنیتونه جوړ کړو؛ ځکه له چاپیریال څخه سمه ساتنه د ټولني د هر فر دیني او ملي وجیبه ده. د اقتصاد پوهنځی استاد نوماند پوهنیار حمیدالله مبارز هم په خپل وار سره د چاپیریال او چاپیریالي بدلونونو د اقتصادي اغیزو ، هوا، اقلیمي بدلونونو، خنډونو، او د ټولني د هرفرد د مسؤلیت په اړه خبري وکړې.

د غونډي په جریان کې د اقتصاد پوهنځی د دوهم ټولګۍ محصلینو د چاپیریال ساتني د نړیوالي ورځي په مناسبت سمینار وړاندي کړ چې په کې د چاپیریال په اقسامو، د چاپیریال ساتني په موډلونو، د چاپیریال پر وړاندي خنډونو، د خنډونو په حل لارو،د فرد او ټولني په مسؤلیتونو او د چاپیریالي بدلونونو په اقتصادي اغیزو هر اړخیز معلومات شريک کړل.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS