Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

ستراتيژيک پلان کميټې له لوري غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
Wed, Jul 10 2024 11:07 AM
as

پرون سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په ریاست کې د ستراتيژيک پلان کميټې له لوري غونډه په داسی حال کې تر سره شوه، چې په مهال یې د کمیټې آمر الحاج روح الله مشال او نورو غړو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره د اجنډا مطابق پيل شوه، په لومړۍ سر کې د ستراتيژيک پلان کمېټې د آمر له لوري د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو او ورسته د ستراتيژيک پلان کمېټې له لوري د پوهنځيو د ستراتيژيک پلان فرعي کميټو د ارزونې پر پايلو بحث وشو.

همدارنګه د مؤسسې د اداري تعمير او د کتابتون د تعمير لپاره پر طر

حو جوړولو، د پرمختيايي مرکز آمريت له لوري استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د OBEاو SCL په برخه کې د ورکشاپ دايرولو لپاره وزارت ته پېشنهاد هغه موضوعات ول چې ورباندي بحث او پریکړي وشوي.

وروسته غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسيده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS