د عاشورا د ورځې فضلیت په هکله سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
Thu, Jul 18 2024 10:50 AM
as

تیره سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو په مؤسسه کې د مؤسسې د نشراتو او فرهنګي چارو د کمیتې له لوري د عاشورا د ورځی د فضلیت په هکله سمینار د استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو په حضور کې وړاندي شو.

یاد سمینار چې د نشراتو او فرهنګي چارو کمیټې له لوري برابر شوی و، د یادي کمیټې یو تن غړي نوماند پوهنیار ضیاؤالحق حماد له لوري وړاندي شو، چې د محرم الحرم میاشت، د عاشورا ورځ، اعمال، او په دې ورځو کې روژي نیونې په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

په پای کې د ګډونوالو و پوښتنو ته تر ځوابونو ویلو وروسته سمینار د دوعا په ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS