د تضمین کیفیت دري ورځنی ورکشاپ پیل شو.

zabu_admin
Thu, Jul 25 2024 10:47 AM
as

د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي او پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست له لوري دري ورځنی ورکشاپ د مؤسسې رهبري، د پوهنځیو رئیسانو، کیفیت لوړاوي، څېړني ،استادانو، مسلکي پرمختیایې مرکز او ډیپارټیمنټو آمرینو په ګډون پیل شو.

ورکشاپ د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت راپیل، ورپسي میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د تضمین کیفیت ریاست څخه راغلي روزونکي ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د تضمین کیفیت د پروسي په ارزښت یې مفصل بحث وکړ.

ورپسي د تضمین کیفیت آمر نوماند پوهنیار روزي محمد اکبري له لوري د مؤسسې اړوند معلوماتي سمینار وړاندي شوو او ورسته ورکشاپ د تضمین کیفیت ریاست د بهرنۍ ارزونې د غړي پوهنیار جاهد احمد دوراني له لوري پیل شو، د یاد ورکشاپ سره همهاله به د مؤسسې له کړنو نظارت تر سره شي.

 

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS