د مؤسسې د محصلینو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.

zabu_admin
Sat, Aug 10 2024 10:33 AM
as

نن شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو سره د همغږۍ غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې په مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال او یو شمیر استادانو ګډون درلود.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال و محصلینو ته خپله وینا واوروله او د وینا پرمهال یې وویل: موږ او تاسو ټول په دې باندي مکلف یو چې د خپلو آمرینو اطاعت وکړو او د هغوی له لوري را سپارل شوي مسؤلیتونو په پوره ایمانداري سره مخته بوځو.

ورپسي الحاج روح الله مشال و محصلینو ته ځیني اصلاحي سپارښتني وکړي، چې په یادو سپارښتنو کې د خپل سیرت او صورت د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پر طریقه برابرول، په خپل اړوند برخه او مسلک کې ډیر کار کول او د عصري علم ترڅنګ دیني علم ته توجو کول شاملي وي.

د غونډي په پای کې الحاج روح الله مشال، استادانو او محصلینو د ۱۴۰۳ هــ.ش کال د فاریغینو لپاره د غونډي پر ترتیب او تنظیم باندي بحث وکړ او وروسته غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS