د علمي شورا غونډه ترسره شوه

zabu_admin
Tue, Oct 22 2024 3:49 PM
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي شورا ناسته د مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د مالي او اداري مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو چارو آمر، تضمین کیفیت آمر، څیړنې او تحقیق آمر او مسلکي او پرمختیایي آمر په حضور کې ترسره شوه.

غونډه د مولوي عبدالصمد سیال له لوري د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او د اجنډا تر وړاندي كولو وروسته پر ځینو موضوعاتو پریکړي ترسره شوي.

د علمي شورا د پیل څخه مخکې د اسلامي امت د سپیڅلي شهيد یحیی سنوار روح ته دعا وشوه او وروسته د مؤسسې رئيس الحاج روح الله مشال د شهيد يحيى سنوار د ژوند او جهادي دوري په اهميت باندې خبري وکړي، همدارنګه یې د شرعياتو پوهنځی څلور تنه استادانو (مفتى عبدالله شاكر، مفتي محمد الله انقیادي، مولوي سلطان شاه خالد او مولوي عبدالصمد سيال) ته دنده ورکړه چې د څلور واړه پوهنځیو محصلينو ته دې د اسلامي امت د ستر مجاهد شهيد يحيى سنوار په اړه علمي سمينار وړاندي کړل شي؛ تر څو ټول محصلين ددې ستر مجاهد له ژوند او جهادي کړنو څخه چې د اسلامي امت د بقاء لپاره یې ترسره کړي دي خبر شي.

غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS