د ۹ نهو خالي، اداري او خدماتي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

zabu_admin
Sun, Oct 20 2024 3:18 PM
as

نن یکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د رهبري له لوري د کار اهل کار ته سپارلو په موخه له ۲۵ تنو څخه آزموینه واخیستل شوه.

یاده آزموینه، چې د مالي او اداري چارو معاونیت آړوند د بشري سرچينو عمومي مدیریت یې د مخته وړلو چارې په غاړه درلودې، په داسي حال کې واخیستل شوه چې د پوهنتون څخه د بشري سرچینو عمومي مدیر شفیع الله لایق، مالي او حسابي عمومي مدیر انجینر امین الله حقیار، د ولایت مقام استازی حشمت الله او د اصلاحات اداري څخه مولوي شعیب هم ګډون درلود.

د آزموینې له پیل څخه د ازموینې سنبالوونکو د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ازموینه کاملا شفافه ده او خالي بستونو ته به وړ او با استعداده اشخاص استخدام شي..

دا په داسي حال کې ده چې یاد علمي بنسټ خپل خالي بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري، ترڅو وړ او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه جذب کړي.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS