د شرعیاتو پوهنځی علمي کادري غړو ته د فعالې زده کړې د میتودونو تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار وړاندي شو

zabu_admin
Sun, Oct 20 2024 3:12 PM
as

نن یکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیا مرکز په کنفرانس خونه کې د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له لوري د شرعیاتو پوهنځی علمي کادري غړو ته د فعالې زده کړې د میتودونو تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار وړاندي شو.

سمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شو، ورپسې د مسلکي پرمختیا مرکز آمر په پیل کې د یاد آمریت له عمده موخو څخه د استادانو لپاره د اوسني عصر سره سم د میتودونو د استعمال لپاره د برنامو د زمینه سازي په اړه خبرې وکړلې.

وروسته سمینار پیل شو چې په محتوا کې یې د فعالې او غیري فعالې زده کړې پر پيژندنې او د هغوی تر منځ پر توپیرونو، د فعالې زده کړې ګټې، په هیواد او نړۍ کې د ترسره شويو څیړنیزو مقالو د نتایجو پر شریکولو او د فعالې زده کړې د غوره میتودونو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS