td

میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکووني لومړۍ مرحلې د بازدید د برخي ارزونه تر سره شوه

zabu_admin
Mon, Jan 01 2024 8:58 AM
h

د لوړو زده کړو وازرت محترم مقام د کیفيت لوړاوي او اعتبار ورکووني محترم ریاست له لوري د راغلي ټيم په واسطه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکووني د لومړۍ مرحلې د بازدید د برخي ارزونه تر سره شوه.

له ارزوني وروسته د ارزونې ټیم د مؤسسې د رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او آمرینو سره ګډه ناسته وکړه؛ چې پکښي د ارزونې په بهیر کې د په نښه شويو عمده ستونزو د حل کولو په موخه سپارښتنې وکړلي. 

چې په دوام یې وروسته د یادي مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال په خپلو خبرو کې لومړی د پلاوي په راتګ خوښي وښودله او وروسته یې د موجوده ستونزو د حل کولو لپاره پوره ډاډ ورکړ.

د غونډي په جریان کې د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه وړاندي شول او غونډه د دعا په ویلو سره پاې ته ورسیده. 

هیره دي نه وي چې د بازدید ټیم له لوري ارزونه تیره شنبه ورځ چې د ۱۴۰۲/۰۹/۱۰ هـ ش سره برابره وه پیل او نن ورځ یکشنبه پاې ته ورسیده.

Latest news

Mon, Jan 01 2024 6:19 PM
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې دوه تنه استادان د یوه میاشتني علمي ورکشاپ کې د ګډون په موخه پاکستان ته وليږل

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو، اداري کارمندانو او د استادانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه اداره ده؛ دا په داسي حال کې ده چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د. . .

Mon, Jan 01 2024 8:58 AM
Background image

میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکووني لومړۍ مرحلې د بازدید د برخي ارزونه تر سره شوه

د لوړو زده کړو وازرت محترم مقام د کیفيت لوړاوي او اعتبار ورکووني محترم ریاست له لوري د راغلي ټيم په واسطه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د کیفیت لوړاوي او اعتبار. . .

BACK TO NEWS