د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی لخو محصلینو ته (د بنګو زیانونه) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

یاد سمینار لومړی د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د شرعیاتو پوهنځی استاد محترم مولوي نقیب الله خادم الاسلام محصلینو ته د سمینار موضوعات تشریح کړل، نوموړي د سمینار د وړاندې کولو پرمهال محصلینو ته د بنګو تاریخ، د بنګو کښت، د بنګو اخیستل او خرڅول په اسلامي شرعت کې  تشریح کړل.

د یادوني وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره په هیواد کې ټول نشه یې توکي بند شول په دې برخه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه هم صادر شول چې له دې فرمانونو څخه یو فرمان د بنګو په اړه هم و په همدې اساس د شرعیاتو پوهنځی په هڅه سره محصلینو ته یاد سمنیار وړاندې شو.

نېټه: ۱۴۰۴/۷/۲۴

د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.