استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته  د امیرالمؤمنین حفظه الله 17ګڼه فرمان  وړاندې شو!!

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۳۱

 

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د دعوت او  ارشاد فرعي کمېټې له لوري د امیرالمؤمنین (حفظه الله) ۱۷ ګڼه فرمان د ( خېښۍ ، ودونو ، مصیبتونو ، حج او عمــــرې څخه د راستنېدلو پرمهال د ناسمو رواجونو) اړوند سمینار استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته وړاندې شو.

 لومړی سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځی استاد پوهنیار محمد هاشمي د سمینار موضوعات په ترتیب سره ګډونوالو ته وړاندې کړل.

په یاد سمینار کې د آمیرالمؤمنین حفظه الله ۱۷ګڼه فرمان چې د خیښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او له عمرې څخه د راستېدو پرمهال د ناوړه رواجونو په اړه پکي مهمي لارښوونې او توصیې وې په تفصیل سره تشریح شوې.

د سمینار په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

نېټه:۱۴۰۴/۷/۲۱

د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.