د اداري کارمندانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۳۸
د اداري کارمندانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

 

نن چهار شنبه چې د ۱۴۰۴/۴/۲۵نیټې سره برابره ده ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، په  کتابتون کې،د مالي او اداري چارو مرستیال قاري محمدالدین انس په مشري د یادې مؤسسې له اداري کارمندانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

یاده ناسته د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې کارونو ته، له یو او بل سره په کارونو کې همکاري، همغږي او اخلاص هغه څه دي چې له مخي یې د یوې ادارې کارونه په وخت ترسره کیږي.

همدارنګه نوموړې مرستیال اداري کارمندانو ته ځیني کارونه د ترسره کولو په موخه وسپارل، په پای کې اداري کارمندانو په نوبت سره خپل مشکلات او نظرونه له نوموړې اداري مرستیال سره شریک کړل.

یاده ناسته د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومې مدیریت