Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

استادانو او اداري کارمندانو ته دري ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسیده

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۰:۳۳
AS

نن چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون، علماؤ شورا او ولایت مقام په همغږۍ د پوهتون استادانو او اداري کارمندانو ته دري ورځني اصلاحي سمینار په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسیده.

یاد سمینار چې د تیرې دوشنبې په ورځ پیل شوو، په کې وتلو مشایخو او علماؤ له پلان سره سم پر بېلابېلو موضوعاتو ویناوي وکړي او نن ورستۍ ورځ په کې د علماؤ شورا څخه مفتي عزیزالله طیب و ګډونوالو ته د اسلامي نظام پر جوړښت او اسلامپال ولي د اسلامي نظام په تطبیق کې پاتي راغلي؟ اړوند معلومات وړاندي کړل.

وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.