Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

استادانو او اداري کارمندانو ته دري ورځنی اصلاحي سمینار پیل شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۰:۲۵
as

نن دوشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون، علماؤ شورا او ولایت مقام په همغږۍ د پوهتون استادانو او اداري کارمندانو ته دري ورځني اصلاحي سمینار پیل شو.

سمینار د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسي د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې مبلغ مولوي محمد اسحاق م.ج.ا.ه.د له لوري و ګډونوالو ته د دعوت پیژندنه او د دعوت ارزښت په اسلام کې اړوند معلومات وړاندي کړل.

وروسته د زابل ولایت د ج.ه.ا.د.ی.ه مدرسې استاد ش.یخ القران والحدیث مولوي ضیاؤالرحمن صاحب له لوري د عصبیت او قومیت اړوند هر اړخیز معلومات و ګډونوالو ته وړاندي کړل.

وروسته د دعا په کولو سره د سمینار لومړۍ ورځ پای ته ورسیده.