د څیړنې کميټې له لوري غونډه ترسره شوه

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۵۵
AS

 

نن سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د مسلکي پرمختیا مرکز په آمریت کې د څیړنې کميټې غونډه د یادې کمیټې آمر پوهنیار انعام الله عابد او غړو په حضور کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د څیړنې کميټې د آمر له لورې په پېلیزه وینا کې تیرو پریکړو ته کتنه وشوه.

وروسته د اجنډا مطابق په ځینو موضوعاتو تر بحث وروسته پریکړې وشوې او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسيده.