استادانو ته د کلني څار او دوره يې بیاکتنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو
د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړاوي آمریت او د مسلکي پرمختیایې مرکز آمریت په همغږۍ سره استادانو ته د کلني څار او دورهيي بیاکتنې تر سرلیک لاندې علمي او روزنیز سمینار وړاندې شو.
په پیل کې د پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال محترم مفتي عزت الله نوري د تضمین کیفیت د پروسې پر اهمیت، د دې پروسې په اغېزمن تطبیق کې د استادانو او اړوندو همکارانو پر ګډ کار، همغږۍ او همکارۍ خبرې وکړې. نوموړي څرګنده کړه چې د تحصیلي بنسټونو د علمي کیفیت لوړول ګډ مسؤلیت دی او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د ټولو اړوندو برخو همکاري او ژمنتیا اړینه ده. همدارنګه یې د یادې پروسې د تطبیق په برخه کې د پوهنتون د رهبرۍ له لوري د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د کیفیت لوړاوي آمر نوماند پوهنیار روزي محمد اکبري د تضمین کیفیت د پروسې د جوړښت، اساسي پړاوونو او په تحصیلي نهادونو کې د هغې د تطبیق پر ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د کلني څار اړوند موضوعات، د ترسره کېدو څرنګوالی، مهم موارد او ټاکلي وختونه تشریح کړل.
همدارنګه د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنیار طاوس خان هیوادمل د دورهيي بیاکتنې پروسې په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې پروسې پر اهمیت، موخو او د تحصیلي نصاب او تدریسي چارو په ارزونه کې یې پر رول خبرې وکړې.
نېټه: سه شنبه 1448/5/22-1405/8/12
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت