له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه ترسره سوه. په دې غونډه کې د زابل پوهنتون رهبرې, د پوهنځيو رئيسانو, آمرينو او د سکتوري ادارو څخه د زابل ولايت د اقتصاد, زراعت, معارف, صنعت او سوداګرۍ رياستونو څخه رئيس صاحبان او استازو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. ورپسې د زابل پوهنتون عمومي رئیس مفتي عزيزالله طيب صاحب د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دې ناستې د جوړېدو موخې او ارزښت یې بیان کړ. نوموړي څرګنده کړه چې د پوهنتون او اړوندو سکتوري رياستونو ترمنځ منظمې اړیکې کولی شي د علمي څېړنو، د شته امکاناتو د ګډې استفادې، د ستونزو د علمي حل او د مسلکي ظرفیتونو د لوړونې په برخه کې غوره ثابت سي. د غونډې په دوام سره د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزتالله نوري، په خپلو خبرو کې د پوهنتون او سکتوري رياستونو ترمنځ د علمي او څېړنیزې همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د سکتوري رياستونو عملي اړتیاوې باید د پوهنتون د څېړنو له موضوعاتو سره همږغي سي، څو علمي څېړنې د ټولنې او اړوندو ادارو د واقعي ستونزو په حل کې عملي ونډه ولري. همدارنګه یې د ظرفیت لوړونې، مسلکي روزنې او د علمي تجربو د شریکولو په برخه کې د ګډو پروګرامونو پر اړتيا خبرې وکړې.ورپسي د اقتصاد پوهنځی سرپرست د پوهنيارشفيق الله صميم له لوري معلوماتي سمينار وړاندې سو. د غونډې په دوام کې د زابل پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمر، پوهنیار حکمتالله حقپال، د پوهنتون د څېړنیزو امکاناتو او علمي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اړوندو سکتورونو د اړتیاوو پر بنسټ یې د ګډو علمي او څېړنیزو فعالیتونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې د پوهنتون د رهبرې په لارښوونه د څېړنو آمريت چمتو دی د سکتوري رياستونو د ستونزو او اړتیاوو د تشخیص او حل، د علمي څېړنو د ترسره کولو او د څېړنیزو پایلو د شریکولو په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
د غونډې په دوهمه برخه کې د زابل ولايت د اقتصاد او د زراعت رئيس صاحبانو مولوي عبدالکريم مردان صاحب او مولوي عبدالخالق حکيم الله صاحب د غونډې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د پوهنتون له څېړنیزو او علمي پروګرامونو سره یې د همکاري او همږغي ډاډ څرګند کړ. هغوی د اړوندو سکتورونو د اړتیاوو په تشخیص او د دغو اړتیاوو پر بنسټ د علمي څېړنو د ترسره کولو هرکلی وکړ.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو ترمنځ عمومي بحث ترسره سو. ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او د راتلونکو ګډو فعالیتونو په اړه طرحې شریکې کړې. همدارنګه د پوهنتون او اړوندو سکتوري رياستونو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ، د ګډو څېړنو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او د راتلونکو غونډو په ترسره کولو بحث وسو.
غونډه په دعائیه سره پای ته ورسېده.